په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Tue, Nov 11 2025 11:03 AM
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۹مې څخه د عقرب تر ۱۵مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۸۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۳۹۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۰۵۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸۸۲۳) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۲۱۱) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۳۵۴۸۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۹) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې  د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS