په عقرب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

kalim_admin
Tue, Nov 25 2025 12:32 PM
په عقرب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې  ۴۲۶۴۵۱  ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۸۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷۲۴۲ ټنه او د خواف –هرات ۵۴۱۴۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۵۹۶۷۹۷  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په عقرب  مياشت کې ۱۵۱۲ ټنه  صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ،د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

3 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS