د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د پروان ولایت د والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عزتالله عارف، سیمهییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
یاد سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل شوی، چې رغنیزې چارې یې د یاد وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي. د دې پروژې کار به د شاوخوا ۲۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د تطبیق له پیل سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او وایي چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد او د خلکو د تګ راتګ ستونزې په بشپړه توګه هوار شي.
