د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې او ساختماني چارې سږکال د څه باندې ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې او دامهال یې د څه باندې ۱۰ کیلومتره برخې بنسټیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او د ۵ کیلومتره برخې د کیندنې او هموار کارۍ چارې په بېلابېلو ساحو کې جریان لري.
د یادې پروژې دغه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ده سرخ سیمې څخه پیل کيږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په زنده جان، انجیل او گذره ولسوالیو کې یې رغنیزې چارې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې هم جریان لري او په نږدي راتلونکي کې به بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بايد وويل شي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه راکم شي، چې دا به د دواړو هېوادونو او سيمې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې لامل شي.
