په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۵مې څخه د جدي تر ۱۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۳۵۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۲۹۷۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹۵۴۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴۷۶۱) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۷۰۶۲۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۰) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.
