د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

kalim_admin
Wed, Jan 21 2026 8:52 AM
د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۷/۲۷) نېټې، د (۵۵۲۹) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدا لطیف صاحبزاده، چې وړاندې یې د یاد وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله دامهال د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې د ساتنې او څارنې رئیس په توګه تبدیل او وټاکل شو.

همدارنګه محترم مولوي محمد رحمن محمدي، چې  وړاندې یې د یاد وزارت د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په حیث هم دنده ترسره کړې ده اوس د یاد وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس په توګه بیا وګمارل شو.

لومړی د ټولګټو وزارت د کار کوونکو چارو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري، د نوو رئیسانو مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکم  ولوستل شو او یاد رئیسان د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

په پای کې ناستو رئیسانو او مسئولینو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS