د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون د جمعې په ورځ د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پروان ولایت د ټولګټو رییس محترم مولوي عزت الله عارف هم شتون درلود.
محترم وزیر صاحب د یاد سفر په ترڅ کې د دغه سړک د قراردادي شرکتونو له مسئولینو او د تطبیق له ټیمونو سره وکتل او هغوی ته یې د کار د چټکتیا، د غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د پروان ولایت د ټولګټو رئیس او تخنیکي کارکوونکو ته یې دنده وسپارله، څو له یادې پروژې څخه په دوامداره او منظم ډول څارنه او نظارت ترسره کړي.
د یاد سړک هغه برخې چې د رغونې چارې یې تر اوسه بشپړې شوې نه وې او خلکو او موټرچلوونکو ته یې ترافیکي ستونزې رامنځته کړې وې، د اساسي رغونې چارې یې د پخواني ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا قرارداد شوې دي.
د بګرام– جبل السراج دویم لین سړک د پروان ولایت له بګرام دوه لارې څخه پیل بیا تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځول کیږي، چې شاوخوا ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰.۲ متره پلنوالی لري او د افغانستان د مرکزي او شمالي ولایتونو ترمنځ د ترانسپورتي نښلونې په برخه کې مهم او اساسي رول لري.
