په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي
په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸۵۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰۹۰۱ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۲۰۴۷ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال۱۶۹۵۶۵ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۱۲۶۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او دانار جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.
