د داوطلبۍ د ورکړې خبرتیا- د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د اجارې خبرتیا، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۱/۲۲) نېټه، د پنجشنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
که چېرې ګډون کوونکی د استازي له خوا ګډون کوي، د رسمي اسنادو او مکتوب وړاندې کول لازمي دي.
یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:
د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح
د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه
اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل
د پروژې د تطبیق مهالویش
د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې
د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)
د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول
د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه:
۱۴۰۵/۱/۲۲، د سهار ۱۰ بجې
د اجراء تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین، د بانک ګرنټۍ یا په نغدیه بڼه وړاندې کول.
د طرحو د سپارلو ځای:
د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت
یادونه:
که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۱/۲۲) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.
