د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د دې مسیر د پاک‌کارۍ چارې پیل کړې وې او نن سهار یې د لارې پاک‌کاري بشپړه کړه؛ خو د ډبرو د پرله ‌پسې راښوویېدو له امله، لا هم د خوندي تګ راتګ زمینه نه ده برابره شوې.

د ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو غوښتنه کوي، تر څو د یادې لارې د پرانیستلو تر رسمي خبرتیا پورې د دې لارې پر لور له سفر څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې، د کنړ نورستان مسیر، د سمنګان روی دوآب مسیر او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ د دره کرګوش مسیر لا هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي او د دغو لارو د بیا پرانیستلو چارې په جدي ډول جریان لري.

د ټولګټو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې وزارت عملیاتي ټیمونه په ټول هېواد کې حضور لري او د خلکو د خدمت لپاره بشپړ چمتووالي کې دي.

.

7 months 1 week ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements