د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت
نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري.
په همدې حال کې د سرپل ولایت د بلخاب – سنچارک ولسوالۍ لاره او د غور ولایت د درې کرګوش مسیر تر اوسه د ترافیکو پر مخ تړلي دي، او د دغو لارو د بېرته پرانیستلو هڅې په جدي توګه روانې دي، تر څو ژر تر ژره د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان، بلچراغ او فردوس ولسوالیو لارې د باروړونکو وسایطو پر مخ تړلې دي.
د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل په غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو کې د رسوبي موادو په پاک کارۍ بوخت دي، او همدارنګه د سیلابونو له امله ویجاړې شوې لارې او سړکونه بیرته ترمیموي.
