د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Tue, Apr 21 2026 11:49 AM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کونړ – غازي‌آباد سړک، د پشد او زیړي بابا پلونو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو اړوندو مسؤلانو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د چارو د ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د کونړ – غازي‌آباد سړک څه باندې ۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې د یو پایه پله، یو شمېر پلګوټو او ۲۷۹۲ متره استنادي دېوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي، چې چارې به یې د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

دغه راز، د پشد پل په نرنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې څه باندې ۲۰۷ متره اوږدوالی لري او چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. همدارنګه، د زیړي بابا پل شاوخوا ۱۳۰ متره اوږدوالی لري، چې د یادو پلونو په رغولو سره به د خاص‌کونړ، نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

بلخوا د یادو پروژو تطبیقوونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړی، چې د دغو پروژو چارې به په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سمې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د روان ۱۴۰۵هـ.ش کال له پیلېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پروژو د بیا پیلېدو او روانو چارو څخه د ښه تطبیق په موخه لیدنې کړې دي.

.

7 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS