د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Mon, Jun 08 2026 3:20 PM
د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د خلګو د تګ راتګ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د کونړ – نورستان سړک د رغونې چارې په دریوو لاټونو وېشل شوې دي، لومړی او دویم لاټ یې،  چې ټولټال ۲۲.۵ کیلومتره اوږد والی لري دا مهال یې د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې.

د کونړ – نورستان پروژې لومړی لاټ ۱۱.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اساسي رغونې چارې یي له خصوصي سکتور سره د څه باندې۵۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردرداد شوې دي، چې په اوږدو کې یې د ۳۵ پایو پلګوټو او ۲۳۷۸ متره استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دي.

همدارنګه، د دغې پروژې دویم لاټ ۱۰.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، او د اساسي رغونې چارې  د څه باندې ۲۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې د یادې برخې په اوږدو کې د ۳۰ پایو پلګوټو او ۱۲۴۱ متره استنادي دیوالو نو د رغونې کار هم شامل دی.

دغه راز، د کونړ – نورستان سړک درېیم لاټ، چې ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري، او عملي چارې یې جریان لري.

د نورستان – کونړ سړک د بشپړېدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې راکمې شي او د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو په هوسا انتقال کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

 د یادونې وړ ده، چې د سړکونو معیاري کول د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د ترانسپورتي شبکې پراختیا د پانګونې، سوداګرۍ، سیاحت او سیمه ‌ییز اتصال لپاره مناسب شرایط برابروي.

.

9 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS