داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی-اعلان اجاره‌دهی (۲٫۰۵) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع ایستگاه خط آهن روزنک، ولایت هرات

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ میاشتې تر ۲۵مې نېټې، د شنبې ورځې، د سهار تر  ۱۰:۰۰بجو پورې د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړئ.

که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دی چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې موخه او ډول په روښانه ډول تشریح شي.

۲. د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.

۴. د پروژې د پلي کولو مهالویش.

۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده په کلونو او میاشتو کې مشخصه کړي.

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه:

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ ۲۵مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین:

بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین  یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.

د طرحو سپارلو ځای:

ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه:

که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ ۲۵مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.

.

10 months 1 week ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders