داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ میاشتې تر ۲۵مې نېټې، د شنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰بجو پورې د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړئ.
که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دی چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.
وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:
۱. د ځمکې د کارونې موخه او ډول په روښانه ډول تشریح شي.
۲. د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.
۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.
۴. د پروژې د پلي کولو مهالویش.
۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.
۶. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده په کلونو او میاشتو کې مشخصه کړي.
۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.
د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه:
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ ۲۵مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د اجرا تضمین:
بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.
د طرحو سپارلو ځای:
ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.
یادونه:
که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ ۲۵مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.
