داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، چې ( ۱۳۹+۰۹۶ – ۰+۰۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافت کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې https://tenders.ageops.af ))څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې وړاندیزپاڼې (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر او تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۳۱مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۳۱مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
