د بلخ ولایت د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري
د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه، چې ۱۸ کیلومتره اوږد والی لري رغنیزې چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ډیزاین بلټ په بڼه قرارداد شوې دي او دا مهال د ۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.
یاد سړک د کشندې ولسوالۍ مرکز اړوند د آقکپرک له سیمې څخه پیل کېږي او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پل برق تر سیمې پورې غځېږي. د دې پروژې په اوږدو کې د ۲ پایو پلونو، ۳۲ پایو پلګوټو او یوه معبر د جوړولو چارې هم شاملې دي.
د کشندې – پل برق سړک د بلخ ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د بلخ ولایت د کشندې او زارع ولسوالیو، او همدارنګه د سرپل ولایت د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو د اوسېدونکو په تګ راتګ کې مهم رول لري. دغه راز، دا سړک د سفید خاک د ډبرو سکرو د کان استخراج، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې هم ځانګړی اهمیت لري.
د ټولګټو وزارت ژمن دی، چې د ترانسپورټي زیربناوو په جوړولو او پراختیا سره د هېوادوالو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
