د بلخ ولایت د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۴
د بلخ ولایت د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ د کشندې – پل برق سړک د جوړولو پروژه، چې ۱۸ کیلومتره اوږد والی لري رغنیزې چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د ډیزاین بلټ په بڼه قرارداد شوې دي او دا مهال د ۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

یاد سړک د کشندې ولسوالۍ مرکز اړوند د آق‌کپرک له سیمې څخه پیل کېږي او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پل برق تر سیمې پورې غځېږي. د دې پروژې په اوږدو کې د ۲ پایو پلونو، ۳۲ پایو پلګوټو او یوه معبر د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د کشندې – پل برق سړک د بلخ ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د بلخ ولایت د کشندې او زارع ولسوالیو، او همدارنګه د سرپل ولایت د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو د اوسېدونکو په تګ‌ راتګ کې مهم رول لري. دغه راز، دا سړک د سفید ‌خاک د ډبرو سکرو د کان استخراج، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې هم ځانګړی اهمیت لري.

د ټولګټو وزارت ژمن دی، چې د ترانسپورټي زیربناوو په جوړولو او پراختیا سره د هېوادوالو لپاره د خوندي او اسانه تګ ‌راتګ زمینه برابره کړي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د ۳۲ کیلومتره برخې څخه، چې دامهال یې تر ۱۶ کیلومترۍ پورې رغنیزې چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د کندز ولایت د چغه او آقتاش پلونو د ترمیم پروژه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د بنګي سیند پر سر د ۸۴ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو پلنوالي سره د چغه پل، او همدا رنګه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸.۴ مترو په پلنوالي سره ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ ۵۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جریان لري

د بادغیس ولایت اړوند د قیصار–لامان د حلقوي سړک د درېیم لاټ پروژه، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د ۴ میلیارده، ۶۵۲ میلیونه او ۵۳۶ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS