د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

kalim_admin
Wed, Jul 22 2026 12:36 PM
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس محترم ظفر نزرلوف، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د دې ناستې موخه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو تعقیب او د زېربنایي پروژو د پلي کېدو د بهیر چټکتیا وه.

په دې ناسته کې، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود، د افغان ټرانس پروژې د سروې او امکان‌سنجۍ د چارو د پیل، افغانستان ته د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د سروې او امکان‌سنجۍ د اسنادو د سپارلو، د حیرتان–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت په ساحه کې د تأسیساتو، نورو ګدامونو او فرعي کرښو د جوړولو، او همدارنګه د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

همدارنګه، دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګه ‌والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پراختیا د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د متقابل باور د پیاوړتیا، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ او ترانزیټ د کچې د لوړولو او همدارنګه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه مهم ترانزیټي څلورلارې په توګه د افغانستان د رول په پیاوړتیا کې مهم ارزښت لري. د دغو همکاریو پراختیا به د سیمه‌ییزو ترانسپورتي شبکو د لا زیاتې نښلوونې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره هم مناسب فرصتونه برابر کړي.

.

10 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS