د ټولګټو وزارت تخنیکي معین او ورسره مل پلاوي لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سړکونو له یو شمېر مهمو پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

kalim_admin
Sun, Jul 26 2026 4:00 PM
د ټولګټو وزارت تخنیکي معین او ورسره مل پلاوي لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سړکونو له یو شمېر مهمو پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې په لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له یو شمېر مهمو پروژو څخه لیدنه وکړه او د دغو پروژو چارې یې له نږدې وارزولې.

د ټولګټو وزارت محترم تخنیکي معین یادو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې لومړی د لوګر ولایت د خضر – برکي راجان د ۳۲ کیلومتره سړک، د لوګر د پوهنتون د ۲.۴ کیلومتره سړک او د میدان وردګ – پل علم د ۳۱.۶ کیلومتره سړک د دواړو لاټونو له رغنیزو چارو څخه ( د میدان وردګو ولایت له تنګي درې د لوګر ولایت تر شولک سیمې پورې د ۱۷.۴ کیلومتره سړک او د شولک، کلنګار او پل علم د ۱۴.۱ کیلومتره سړک) له رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه د یاد سفر په ترڅ کې، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین د پکتیا ولایت د ګردېز–ډنډ پټان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره پروژې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

محترم معین صاحب د ګردېز–زرګرانو د ۲.۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې، چې د ۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي، افتتاح او د یاد سړک په اوږدو کې یې د ۱۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پایه پل، د پکتیا ولایت د یو شمېر سیمه‌ ییزو مسؤلینو په شتون کې، ګټې اخیستنې ته وسپاره.

ورپسې نوموړي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ښرنې – مټاخان د ۳۸.۷ کیلومتره سړک، د ارګون - ګیان ۲۷ کیلومتره سړک، د ارګون – سروبي ۲۰ کیلومتره سړک او جانیخیل - تروې د۲۰  کیلومتره سړک له چارو څخه لیدنه او ارزونه  ترسره کړه.

تخنیکي معین د یادو پروژو د ارزونې پر مهال تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونومسؤلینو ته لارښوونه وکړه، څو د یادو پروژو چارې د تخنیکي مشخصاتو اونړیوالو معیارونو له مخې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې کړي.

نوموړي همدارنګه وویل: د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د کیفیت د لوړولو او د خلکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ د زمینې د برابرولو په موخه د ټولو روانو پروژو له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه او ارزونه کوي.

.

11 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS