د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

kalim_admin
Sun, Sep 06 2026 2:54 PM
د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره  سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې ده، اوس مهال یې  د قیر اچونې چارې پیل شوې دي او په منظم ډول جریان لري.

دغه سړک د خواجه غار ولسوالۍ څخه پیل او تر دشت قلعې ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې په اوږدو کې یې د ۱۴ پایو پلګوټو او ۶.۱۵۰ کیلومټره د سړک غاړې کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي. اوس مهال د ۹ پایو پلګوټو او ۱.۲۴۰ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو کارونه هم په چټکۍ سره جریان لري.

د دغه سړک د چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر ماهر او غیر ماهر کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په  بشپړېدو سره  به یې د تخار ولایت مرکز ته د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې شي او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به اسانه شي.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS