د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sun, Oct 11 2026 9:10 AM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا، د پروژو د کاري بهیر د ارزونې او د چارو د چټکتیا په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په یادو ولایتونو کې یې د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یاد سفر په لړ کې لومړی د خوست ولایت د سټو کنډو په سیمه کې د پکتیا–خوست سړک، د خلبیسات پل له ساحې څخه چې د ټولګټو وزارت په پلان کې دی، د شمل کوټي پل، د یاد ولایت اړوند د یعقوبیو او زمبري سړک او د خوست ولایت د مرکز متون اړوند د ۸.۵ کیلومتره سړک، چې دا مهال د یادو سړکونو  ډیزاین  چارې روانې دي لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو بهیر یې وارزاوه.

همدارنګه، د دې سفر په لړ کې محترم وزیر صاحب د پکتیا ولایت اړوند د زرګرانو سړک، د ګردېز–ډنډ پټان د ۲۵ کیلومتره سړک او د پکتیا–لوګر سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. نوموړي دغه راز د ځاځي اریوب سړک څخه هم لیدنه وکړه.

دیاد سفر په ترڅ کې  محترم وزیرصاحب د پکتيا - لوګر د ازرې ولسوالۍ مسیر څخه هم لیدنه او ارزونه وکړه.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د قراردادي شرکتونو مسئولانو هم ډاډ ورکړ، چې د اړوندو پروژو چارې په پوره ژمنتیا، غوره کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ترانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا، د سړکونو د کیفیت د ښه والي او د هېوادوالو لپاره د خوندي او هوسا تګ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، وخت پروخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روانو پروژو له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه او ارزونه کوي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS