د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د اطفایې له عمومي رئیس سره وکتل

kalim_admin
Sun, Oct 18 2026 1:46 PM
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د اطفایې له عمومي رئیس سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رئیس، محترم حاجي فضل‌الربي، د اطفایې له عمومي رئیس محترم حافظ نوالله انصار سره وکتل او د یادې لویې لارې په شمالي او جنوبي برخو کې یې د اطفایې خدمتونو د فعالولو او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د سالنګونو په دواړو برخو کې د مستقلو اطفایو د فعالولو پر اړتیا خبرې وشوې. د کورنیو چارو وزارت هم دغه اړتیا تأیید کړې او د اطفایې عمومي ریاست ته یې دنده سپارلې، چې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې په جلا توګه د اطفایې خدمتونه فعال کړي.

د اطفایې عمومي رئیس محترم حافظ نورالله انصار، په سالنګونو کې د اطفایې لپاره د مناسب ځای ټاکلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د پر یاده لویه لار د ځانګړو اطفایو تر برابرېدو پورې به د اطفایې وسایط او کارکوونکي د سالنګونو په شمالي او جنوبي برخو کې توظیف شي، څو د پېښو پر مهال پر وخت او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.

د یادو اقداماتو موخه د اورلګېدنې او نورو احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي لوړول، د مسافرو او ترانسپورتي وسایطو خوندیتوب او د بیړنیو خدمتونو پر وخت وړاندې کول دي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS