د کونړ – نورستان سړک د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
Wed, Nov 18 2026 2:47 PM
د کونړ – نورستان سړک د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ختیځ زون د مهمو بنسټیزو پروژو له ډلې څخه د کونړ – نورستان سړک رغنیزې چارې د ترانسپورتي اړیکو د ښه والي او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد کړې دي، چې اوس‌مهال یې چارې په بېلابېلو برخو کې  جریان لري.

د کونړ – نورستان سړک ټولټال ۱۰۶.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د کونړ ولایت له مرکز اسعد آباد څخه پیل د یاد ولایت له وټه پور، پېچ درې او چپې درې ولسوالیو څخه په تېرېدو د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ تر شټاپ سیمې پورې او له هغه ځایه د یاد ولایت تر څوڅوم کلي پورې رسیږي.

د یادې پروژې په اوږدو کې د ۵۳۱ پایو پلګوټو، ۲۷.۲۱۸ کیلومتره استنادي دېوالونو، ۸ پایو لویو پلونو او یو شمېر نورو مصنوعي ساختمانونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د دې پروژې درېیمه برخه ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د کونړ ولایت له مرکز اسعد آباد څخه پیل د یاد ولایت له وټه پور، پیچ درې او چپې درې ولسوالیو څخه په تېرېدو او د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ تر شټاپ سیمې پورې رسیږي د یادې برخې  په اوږدو کې د ۸ پایو پلونو، ۴۶۵ پایو پلګوټو او ۲۳ زره او ۴۸۱ متره استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

تر دې مهاله په یاده برخه کې  د ۱۶۰ پایو پلګوټو او ۶ زره او ۶۵۰ متره استنادي دېوالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د شاوخوا ۴۰ کیلومتره سړک د بدنې جوړولو چارې هم ترسره شوې دي. سربېره پر دې، د یاد مسیر د ۱۰  کیلومتره سرک د بدنې جوړولو چارې هم وروستي پړاو ته رسېدلې دي، چې په بشپړېدو سره به یې په دې برخه کې د سړک د اساسي طبقو د جوړولو زمینه برابره شي.

د دې سړک لومړی لاټ له شټاپ سمې څخه تر قمر پوستې پورې ۱۱.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، په دې برخه کې هم د ۳۰ پایو پلګوټو او ۲۳۷۸ مترو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. دا مهال دیادې برخې د قیر اچونې چارې پیل شوي چې د لومړۍ طبقې د اسفالټ چارې یې د ۵ کیلومترو په اوږد والي سره بشپړې شوې دي.

دغه راز د کونړ – نورستان سړک دویم لاټ ۱۰.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د قمر پوستې څخه پیل او د نورستان ولایت تر څوڅوم کلې پورې رسیږي په دې برخه کې د ۳۶ پایو پلګوټو او ۱۳۵۹ متره استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي، چې دامهال د ۱۰.۵ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې بشپړې شوې دي.

د بنسټیزو پروژو پلي کول، د زیربناوو د رامنځته کولو او پراختیا ترڅنګ، د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو لپاره د کار  زمینه هم برابروي. د کونړ – نورستان سړک د پروژې د کار په جریان کې هم د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه مساعده شوې ده.

د دې سړک د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به د یاد مسیر اوسېدونکو ته د خوندي تګ راتګ او ترانسپورت په برخو کې د پام وړ آسانتیاوې برابرې شي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS