د پکتیا ولایت له ګردیزه تر روحاني بابا پوري د سړک رغولو چارې له ۲۳ سلنه ډیري مخته تللي

mopw_admin
Sat, Oct 17 2020 3:24 PM
د پکتیا ولایت له ګردیزه تر روحاني بابا پوري د سړک رغولو چارې له ۲۳ سلنه ډیري مخته تللي

د پکتیا ولایت له ګردیزه تر روحاني بابا پوري د سړک رغولو چارې له ۲۳ سلنه ډیري مخته تللي

دا سړک ۶.۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی او د پلي لارې په شمول ۹، ۱۰، ۱۱ متره پلنوالی لري همدارنګه دا سړک یو ۱۵ متره پل، په بیلابیلو اندازو کې ۲۱ پایې پلچکونه، ۱۰۸۹ متره استنادي دیوالونه او ۱۰۱۴ متره ویالې لري.

د څه باندې ۱۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۲۳ سلنه پرمختګ کړی.

یاده پروژه پکتیا او پکتیکا ولایتونه سره نښلوي چې په بشپړولو سره به یې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز له روحاني بابا او زرمت ولسوالیو سره ونښلي او د جاپان هیواد له خوا تمویل کیږي.

د دې سړک په جوړولو سره به د سیمې د اوسیدونکو ټرافیکې ستونزې هواري شي دغه راز د توکو او کرنیزو محصولاتو په لیږد کې اغیزمن رول لري.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS