د بغلان ــ بامیانو سړک د لومړۍ برخې د اسفالټ کار پیل شو

mopw_admin
Thu, Oct 22 2020 9:04 AM
د بغلان ــ بامیانو سړک د لومړۍ برخې د اسفالټ کار پیل شو

د بغلان ــ بامیانو سړک د لومړۍ برخې د اسفالټ کار پیل شو

د دوشي ــ بامیانو سړک د بغلان ولایت له دوشي پل څخه پیل او د بامیانو ولایت تر شبیر پوري غځیدلي چې ۱۵۲ کیلومتره اوږدوالي لري. د پروژې د رغنیزو چارو د اسانتیا په موخه په شپږو برخو ویشل شوی چې د دوشي لخوا په لومړۍ او دوهمې برخې او د بامیانو ولایت لخوا د پنځمې او شپږمې برخې کار روان ده، چې پاتې برخې د بررسي دیزاین او داوطلبي په مرحله کې دي.

د دې پروژې لومړۍ برخه ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لری چې ۷ متره پلنوالی اسفالټ او پاتې د سړک غاړي دي همدارنګه دا پروژه پل، پلچکونه، استنادي دیوالونه، استراحت خونه او د ساتني او څارني ودانۍ لري چې له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی.

د یادوني وړ ده چې یاد سړک د ا.ا.ج دولت له مهمو او ملي پروژو څخه وه، د سالنګ د تونل او لویې لارې یواځیني بدیل څخه ګڼل کیږي، دا پروژه د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږي.

.

10 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS