د ارملک ــ لامان سړک د دوهمې برخې رغنیزې چارې بشپړي او نیږدي راتلونکې کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي

mopw_admin
Wed, Nov 04 2020 2:23 PM
د ارملک ــ لامان سړک د دوهمې برخې رغنیزې چارې بشپړي او نیږدي راتلونکې کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي

د ارملک ــ لامان سړک د دوهمې برخې رغنیزې چارې بشپړي او نیږدي راتلونکې کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي

د ارملک ــ لامان حلقوي سړک د هرات ولایت له کرخ ولسوالۍ څخه پیل او د بادغیس ولایت تر لامان سیمې غځیدلی، دا سړک ۵۲ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱ متره پلنوالی، ۲۱۷ پایې پلچکونه او په زرګونو متره مکعب استنادي دیوالونه لري، چې د څه باندې ۶۰.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان پراختیایي صندوق لخوا تمویل شوي چې د ۴۱ کیلومتره چارې مخکې بشپړې شوي او د دویمې برخې د رغونې کار روان دی.

د یادې پروژې دوهمه برخه ۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو کار یې د سبزک کوتل په سیمه کې چې په ثاني سالنګ مشهوره ده روانې دي چې ډیر ژر به بشپړ او ګټي اخیستني ته و سپارل شي.

دا سړک د مهمو ملي پروژو له ډلي څخه ده چې په شمال ختیځ دهلیز باندې مشهور او د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه تشکیلوي.

د یادې پروژې بشپړیدل، د افغانستان د لویدیځو ولایتونو او مرکزي آسیا هیوادونو ( تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان) تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او د لیږد په برخه کې د اسانتیاوو تر څنګ د سړک په اوږدو کې د پرتو او ځایي سیمو د اقتصادي ودي لامل ګرځي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۱۴، ۱۳۹۹

 

.

10 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS