د غور-هرات سړک ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري

mopw_admin
Mon, Dec 14 2020 2:28 PM
د غور-هرات سړک

د غور-هرات سړک ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري

دا د چغچران – ګردندیوال پروژې یوه برخه ده، چې د غور ـ هرات له سړک څخه پیل تر باژګونه کلي پورې غځېدلی او د یو ۱۰۰ متره پُل او په بیلابیلو اندازو کې ۴۶ پُلګوټي په شمول ۱۱ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري.

دا پروژه د افغانستان حکومت لخوا تمویلیږي او د رغونې تړون یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۸۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت شوی چې تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۲۰ سلنه پرمختګ لري او د سفالټ چارې یې د واورې او یخ له کبله درېدلي دي.

یاده پروژه د ختیځ ـ لودیځ دهلیز یوه برخه ده چې د کار له بشپړیدو سره به یې د لرو پرتو سیمو په نږدېوالي کې اغیزمن رول ولري او همدارنګه به له یاد سړک څخه د سبزک کوتل، اخته خانې، حوض مرغان او باژګونه کلیو اوسیدوونکي په مخامخ ډول ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت - کابل

لیندۍ ۲۴، ۱۳۹۹

.

11 months 2 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS