په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

mopw_admin
Wed, Dec 23 2020 12:47 PM
په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

مرغومې ۳، ۱۳۹۹

د سرپل ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ساتنې او څارنې څانګې لخوا په دغه ولایت کې په روان ۱۳۹۹ کال کې د څه باندې ۵۸ میلونه افغانیو په ارزښت په دریو بیلابیلو برخو کې ۴۵ کیلومتره سړکونه ترمیم شول.

د سفید خاک سړک چې د بلخاب او اندارب ولسوالیو تر منځ غځیدلی، په ځینو سیمو کې وران شوی و چې د ترمیم چارې یې بشپړې شوې، د دې سړک د لومړي لاټ پر ترمیم ۲۴ او د دویم لاټ پر هاغه یې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره یې د رغونې تړون شوی و.

همدارنګه دوې نورې پروژې لکه د سانچارک ولسوالۍ د سبز جومات د سړک د ترمیم پروژه چې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو لګښت پرې راغلی او د سرپل ـ شبرغان د لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰۰ متره استنادي دیوالونو د بیاجوړونې پروژه د ساتنې او څارنې ادارې په وړاندیز د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په بدل کې جوړه شوې.

د دې پروژو لګښت د افغانستان له ملي بودیجې ورکړل شوی چې د بیلابیلو ودانیزو خصوصي شرکتونو لخوا یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادو پروژو د کار په بهیر کې د سانچارک، بلخاب او خاک سفید ولسوالیو اوسیدونکو ته پر کاري بوختیاوو سربیره د تګ راتګ ستونزې هوارې شوي. 

د ټولګټو وزارت ـ کابل

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS