په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۲:۴۷
په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

مرغومې ۳، ۱۳۹۹

د سرپل ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ساتنې او څارنې څانګې لخوا په دغه ولایت کې په روان ۱۳۹۹ کال کې د څه باندې ۵۸ میلونه افغانیو په ارزښت په دریو بیلابیلو برخو کې ۴۵ کیلومتره سړکونه ترمیم شول.

د سفید خاک سړک چې د بلخاب او اندارب ولسوالیو تر منځ غځیدلی، په ځینو سیمو کې وران شوی و چې د ترمیم چارې یې بشپړې شوې، د دې سړک د لومړي لاټ پر ترمیم ۲۴ او د دویم لاټ پر هاغه یې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره یې د رغونې تړون شوی و.

همدارنګه دوې نورې پروژې لکه د سانچارک ولسوالۍ د سبز جومات د سړک د ترمیم پروژه چې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو لګښت پرې راغلی او د سرپل ـ شبرغان د لویې لارې په اوږدو کې د ۲۰۰ متره استنادي دیوالونو د بیاجوړونې پروژه د ساتنې او څارنې ادارې په وړاندیز د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په بدل کې جوړه شوې.

د دې پروژو لګښت د افغانستان له ملي بودیجې ورکړل شوی چې د بیلابیلو ودانیزو خصوصي شرکتونو لخوا یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادو پروژو د کار په بهیر کې د سانچارک، بلخاب او خاک سفید ولسوالیو اوسیدونکو ته پر کاري بوختیاوو سربیره د تګ راتګ ستونزې هوارې شوي. 

د ټولګټو وزارت ـ کابل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د کابل ـ لوګر د دویم لین د دویم لاټ سړک د جوړولو کار څه باندې ۸۸ سلنه بشپړ شوی

د کابل ـ لوګر د دویم لین د دویم لاټ سړک د جوړولو کار څه باندې ۸۸ سلنه بشپړ شوی

۱۳۹۹، مرغومې ۹

دا سړک د ۲۴.۵۱ کیلومتره اوږدوالي او ۱۰ متره پلنوالي پرلرلو سره یوه پایه ۱۰ متره پُل او ۸۹. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

د سالنګ لویه لار پرانستل شوه

د سالنګ لویه لار پرانستل شوه

۱۳۹۹، مرغومې ۸ مه

د سالنګ لویه لار د واورې د اورښت له کبله تر ۴۰ ساعتونو بندېدو وروسته پرانستل شوه.

په شمالي او جنوبي سالنګ کې له پنځوس سانتي متر څخه تر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۲:۴۷
Background image

په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

په سرپُل ولایت کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د ترمیم چارې بشپړي شوې

مرغومې ۳، ۱۳۹۹

د سرپل ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ساتنې او څارنې څانګې لخوا په دغه ولایت کې په. . .

BACK TO NEWS