د کابل ـ لوګر د دویم لین د دویم لاټ سړک د جوړولو کار څه باندې ۸۸ سلنه بشپړ شوی
د کابل ـ لوګر د دویم لین د دویم لاټ سړک د جوړولو کار څه باندې ۸۸ سلنه بشپړ شوی
۱۳۹۹، مرغومې ۹
دا سړک د ۲۴.۵۱ کیلومتره اوږدوالي او ۱۰ متره پلنوالي پرلرلو سره یوه پایه ۱۰ متره پُل او ۸۹ پُلګوټي لري چې د افغانستان د دولت له بودجې څخه رغیږي.
د یادې پروژې د رغنیزو چارو تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی چې ۸۸ سلنه چارې یې بشپړې شوي او دا مهال یې د اسفالټ اچوني کار د سړې هوا له کبله درول شوی، خو د سړک کیندنې او ډبریزو دیوالونو د جوړولو کار دوام لري.
دا یوه له مهمو پروژو ده چې د کار له بشپړیدو سره به یې سویل ختیځ ولایتونه د هیواد له مرکز سره ونښلي او په سیمه اییز اتصال کې به مهمه ونډه ولري چې تر څنګ به یې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه هم ورسره کمه او لوګر ولایت به په اقتصادي زون بدل کړي.
د ټولګټو وزارت