د نوي ۱۴۰۰ لمريز کال د پيلېدو په اړه د ټولګټو وزارت د مبارکۍ پيغام!
یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ
د ټولګټو وزارت رهبري او ټول کارمندان د نوي ۱۴۰۰ لمريز کال د راتګ له امله د افغانستان ټول نجيب ملت ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.
د وزارت رهبري د سپېڅلي رب له دربار څخه په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ غوښتنه کوي، تر څو په بشپړه سوله ييزه فضاء کې د هېواد آبادۍ، ځان بسياينې، اقتصادي ودې او ټولنيز سمون دپاره ګډې هڅې وکړو.
ټولګټو وزارت د خپل وظيفوي مکلفيت له مخې دې ته ژمن دی چې د نوي کال له پيل او د هوا له ښه کېدو سره سم د بنسټيزو بدلونونو او رغنيزو پروژو د تطبيق چارو ته دوام ورکړي او په دې سره نه يوازې د هېواد ډېرې سيمې په خپل منځ کې سره وصل کړي، بلکې زرګونه هېوادوالو ته د کارموندنې او سوداګريزو چارو د غوړېدا زمينې هم برابرې کړې.
درنو هېوادوالو! راځئ چې نوی ۱۴۰۰ لمريز کال د يو ټولنيز قرارداد په توګه پر دغه دوه طرفه تعهد پيل کړو چې: له دې وروسته به په ګډه د ټولو هغو سړکونو ساتنه او د کار څارنه کوو، چې د دغه وزارت لخوا بشپړې شوې او يا د تطبيق په حال کې دي.
انجينر نجيب الله يمين
د ټولګټو وزير