د بګرام له دوه لارې تر جبل سراج پوري د سړک رغنيزي چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 23 2021 2:20 PM
د بګرام له دوه لارې تر جبل سراج پوري د سړک رغنيزي چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي

۰دا سړک د بګرام له دوراهي څخه پیل د پروان ولایت تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځیدلی، یاد سړک ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰.۲ متره پلنوالی لري، ۳ پایي پلونه ۱۰۶ پايي پلچکونه ، ۱۱ دانې زير ګوزر(ځمک تلې) لري، چې د څه باندي یونیم میلیارده افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او په دوو لینو کې جوړیږي تر دې مهاله یې د جوړولو کار يې ۷۰ سلنه بشپړ شوی چې مالي لګښت یې د افغانستان حکومت له ملي بوديجې څخه ورکول کيږي.

یاد سړک د شمال ــ جنوب دهلیز له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي چې د هیواد شمال له مرکز سره نښلوي همدارنګه اقتصادي وده، د کرنې، پراختیا او د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اغیزمن رول لري.

یاد سړک د پورته ګټو سربیره به د بګرام دوراهی، سرای مجل، سرقل اسیه، روباط، چیکل، ده مسکین، لغمانی کهنه، لغماني، قلعه خواجه، شهرچاریکار، د غوربند بندر، جنګل باغ، تتمدره، اخته چی، زیربیا، متک، قول چمچو خانه، کوه شا توتک، فرقه، میرخان، میانه ګذر او جبل سراج سیمو اوسیدونکي ترې ګټه واخلي.

  د ټولګټو وزارت - کابل

د وري ۳مه ۱۴۰۰

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS