د ټولګټو وزارت وزیر د کونړ له استازي سره د پېج درې سړک د رغونې او یو شمېر پُلونو د بیارغونې په موخه وکتل

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 06 2021 1:14 PM
د ټولګټو وزارت وزیر د کونړ له استازي سره د پېج درې سړک د رغونې او یو شمېر پُلونو د بیارغونې په موخه وکتل

د ټولګټو وزارت محترم وزیر انجنیر نجیب الله یمین نن ورځ په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کې د کونړ له استازي استاد نعمت الله کریاب سره د هغه ولایت د ځینو سړکونو او پُلونو د رغونې او بیارغونې په اړه لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د کونړ استازي ښاغلي کریاب د ټولګټو وزارت له وزیر څخه د دې په پار مننه وکړه، چې د نورو ولایاتو د آبادۍ ترڅنګ یې کونړ ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او ورپسې یې د پېج درې د ۲۰ کیلومټره سړک د رغونې او همهاله یې د ناړۍ او دوکلام د پُلونو د بیارغونې غوښتنې وړاندې کړې.

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د کونړ استازي ته د پېج درې سړک د جوړیدا اودغه راز په یاد ولایت کې د شته پُلونو د بیارغونې په موخه له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د ټولګټو وزیر وویل، کونړ ولایت د هېواد یو له غرنیو ولایاتو څخه دی، چې د خپل ځانګړې غرني طبیعت او موقیعت په درلودلو سره باید ورته په اساسي ډول سړکونه ورغول شي.

نوموړي وړاندې تردې زیاته کړه: د پېج درې سړک رغیدو ته تربل هرڅه وړاندې ژمن یوو، یاد سړک مهم او ارزښت یې لوړ دی، دا ځکه چې کونړ د نورستان له واما ولسوالۍ سره نښلوي.

هغه زیاته کړه: داچې نورستان د هېواد درېیم ملي پارک نومول شوی، نو د دې سړک په جوړیدو سره به د خلکو ګڼې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي او ورسره سم به یادو ولایتونو ته د کورنیو او بهرنیو سیالانیانو ورتګ هم زیات شي، چې دا کار به د اقتصادي پیاوړتیا او فرهنګي ودې سبب وګرځي.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

 

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS