په دایکنډي کې د ۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۳۲ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Mon, May 10 2021 12:40 PM
په دایکنډي کې د ۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۳۲ سلنه کاري پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې ۶.۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند له پای نیلي سیمې څخه پیل او تر دغودار کلي پورې غځيدلی دی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۳۲ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو سیمه ییزو شورا ګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال، د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۵۲۰ کاري ورځي رامنځته شوي او د سړک له بشپړیدو ورسته به شاوخوا ۳۹۶ تنه په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي

همدارنګه د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د دایکنډي ولایت نیلي ښار اړوند پای نیلي او دغودار کلیو په ګډون به د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هم ورسره هواري شي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years 3 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS