د تخار د خواجه بهاوالدین – ینګي کلا سړک ۵۰ سلنه جوړ شوی

ashraf_admin
Sun, May 16 2021 3:57 PM
د تخار د خواجه بهاوالدین – ینګي کلا سړک ۵۰ سلنه جوړ شوی

د تخار د خواجه بهاوالدین – ینګي کلا سړک ۵۰ سلنه جوړ شوی

دا سړک د تخار ولایت له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه پیل او تر ینګي کلا ولسوالۍ پورې ۲۸ کیلو متره اوږدوالۍ لري چې رغنیزې چارې یې تر دې مهاله ۵۰ سلنه پرمختګ لري.

دغه سړک ۷ متره د موټرو د تګ راتګ لپاره اسفالټي پلنوالی، درې متره د سړک اوږې او ۴۹ پلګوټي هم لري چې په رغېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.

د دې سړک د رغونې تړون له دوو ودانیزو شرکتونو سره شوی چې د افغانستان د حکومت له خوا تمویلیږي او د ماوراۍ کوکچه سړک پر مسیر پرتو خلکو ته یې شاوخوا ۱۹۹ زره کاري ورځې رامنځته کړې دي.

دا سړک د  ماورای کوکچه د پروژې یوه برخه ده چې په بشپړېدو سره به یې نه یوازې ۶ ولسوالۍ سره ونښلي بلکه د تخار مرکز تالقانو ښار به هم له آی خانم بندر سره چې له تاجکستان سره پر پوله پروت دی ونښلوي.

د ماورای کوچکه سړک یو له ټرانزیټي هاغو څخه دی چې افغانستان به د تاجکستان له یوې بلې نقطې سره وصل کړي او د سوداګرۍ په پراختیا او د اقتصادي وضعیت په غښتلتیا کې به مرسته وکړي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS