د معیاري سړک رغونې د لګښت ټيتوالي او د خدمت مودې د غځولو پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, May 24 2021 8:34 AM
د معیاري سړک رغونې د لګښت ټيتوالي او د خدمت مودې د غځولو پروګرام

 

اوس مهال، په هیواد کې د یوه کیلومټر سرک جوړولو لګښت له اړتیا څخه یو څه لوړ او برعکس د خدمت ورکولو موده یې له ډیزاین شوې مودې څخه ټیټه ده. موږ پوهیږو چې هر کالې په میلیاردونو افغانۍ په هیواد کې د سرکونو په جوړولو او ترمیم باندې لګول کیږي اما د یادو سرکونو د سروې، ډیزاین، جوړونې، او ساتنې پروسو معیاري کولو ته ډیره لږه او یا هم هیڅ پاملرنه نه ده شوې چې له یوې خوا یې د سرک جوړونې لګښت لوړ کړی او له بلې خوا یې له سرکونو څخه د ګټې اخیستنې موده هم کمه کړې ده.

د پروګرام موخې

۱. د ټولګټو وزارت تخنیکي وړتیا ته وده ورکول؛

۲. د سرکونو د جوړولو لګښت ټیټول؛

۳. د سرکونو د ګټې اخیستنې او خدمت ورکولو مودې غزول؛

د پروګرام مطلوبې پایلې

۱. د ډیزاین معیارونو (Design Criteria) چمتو کول

۲. د تخنیکي مشخصاتو (Technical Specification) کتاب عیارول

۳. د قیرو د ګریډ ټاکلو لپاره د انټرنیټي اپلیکیشن جوړول (Web-based Application)

۴. د سرک جوړونې لارښود چمتو کول (Construction Manual)

۵. د پوښښونو د ډیزاین منولونو چمتو کول (Pavement Design Manuals)

۶. د سټندرډ نقشو چمتو کول (Standard Drawings)

۷. د کیفیت مدیریتي سیستم جوړول (Quality Management System)

۸. د لابراتوار تنظیم او د تخنیکي وړتیا لوړول (Construction Material Testing Laboratory)

۹. د وزارت د انجنیرانو تخنیکي وړتیا لوړول (Capacity Building)

د پروګرام د پلي کولو موده

د یاد پروګرام د ټولو برخو د بشپړولو موده تقریباً ۲۰ جنتري میاشتې اټکل شویده چې د پروګرام د پیل له نیټې څخه وروسته حسابیږي.

د پروګرام کاري ټیم

داسې پلان شوې ده چې دا پروګرام به د افغان انجنیرانو له خوا د هندوستان هیواد د سرکونو کانګریس (Indian Road Congress or IRC) متخصصینو په تخنیکي مرستې سره پلی کیږي.

نوټ: لکه څرنګه چې په کور دننه په دې برخه کې تجربه لرونکي متخصصین لږ دي، نو د کارډلې په جوړولو کې له دایمي کارکوونکو علاوه په کوردننه متخصصینو ته د (part-time) او له هیواد څخه بهر متخصصینو ته د (homebased) په بڼه د کار زمینه برابره شوې ده.

د یاد پروګرام د لومړیو دریو برخو لپاره اړین بستونه د ټولګټو وزارت، اکبر او جابز ډاټ اې ایف په ویب سایټونو کې اعلان ته ورکړل شوي دي. نو په پورته برخو کې وړ او علاقمند متخصصین کولای شي د یادو ویب سایټونو له لارې خپل خلص سوانح او ورسره اړین اسناد راولیږي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

May be an image of text

 

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS