د هرات ـ چشت شریف لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۱ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 09 2021 6:04 PM
د هرات ـ چشت شریف  لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۱ سلنه پرمختګ لري

د هرات - چشت شریف لومړی لاټ سړک ۳۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک دواړو خواوو ته د یو، یو متر اوږو په درلودلو سره ۱۲.۵ پلنوالی لري چې په اوږدو کې یې ۲۹۴۰ متره لښتي او ۶۰۰ متره استنادي دیوالونه هم جوړيږي.

د دې پروژې تړون د ټولګټو وزارت او یوه ترکي خصوصي ودانیز شرکت تر منځ شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د هرات ـ چشت شریف سړک د ختیځ ـ لویدیځ دهلېز یوه مهمه برخه ده چې په جوړېدو سره به یې د خلکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې مرسته وکړي.

د یادوني وړ ده چې د هرات - چشت شریف سړک ټولټال ۱۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په پنځو برخو ویشل شوی چې لومړی لاټ یې ۳۵ کیلومتره او پاته څلور لاټونه یې هر یو ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS