له ګردېز تر تېرې کوتل پورې د سړک د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوې

Anonymous (not verified)
Sat, Jun 12 2021 10:14 AM
له ګردېز تر تېرې کوتل پورې د سړک د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوې

ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه تل فعاله وساتي او له همدې کبله د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د لوګر- پکتیا سړک ساتنه او څارنه وشوه چې پر مهال یې د دې سړک په ډېرو برخو کې راپیدا شوې ستونزې هوارې شوې.

د پکتیا د ټولګټو ریاست په خپلې ماشینرۍ سره د لوګر د تېرې کوتل څخه تر مرکز ګردېز پورې د سړک د ورانو شویو اوږو د اساسي جوړلو، د پلګوټو پاکولو او د سړک غاړو ته د راوتلو سیلابونو د پاتې شونو پاکولو چارې بشپړې کړې.

بل پلو د پکتیا د ټولګټو ریاست له خوا د پکتیا ـ خوست لویې لارې د ساتنې او څارنې چارې هم په چټکۍ سره دوام لري تر څو سړک ته د لږو تخریباتو له کبله لوی زیان وا نوړي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS