د تخار په چال ولسوالۍ کې ۷۲ متره پُل جوړ شو

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په اسفنج کلي کې ۷۲ متره پل له ۳۸۰ متره جغلي سړک سره جوړ شو چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د یاد پُل رغنیز کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی و، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.
د دې پله له جوړیدو سره به د سنگ سفید، یکه پسته،اسپنج، دهنه، ماندره، خاک دره، قلعه میر سولان او بازارک کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او یاد کلي به له مرکز تالقان سره ونښلوي.
همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د چال ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ته ۵۱۷۹۲ کاري ورځې رامنځته شوي وې چې ګټې اخستنې ته تر سپارلو وروسته به شاوخوا ۸۰۰۰۰ ترې د تګ راتګ ګټه واخلي.