د یکاولنگ – دره صوف سړک چارې څه باندې ۵۸ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 20 2021 10:48 AM
د یکاولنگ – دره صوف سړک چارې څه باندې ۵۸ سلنه پرمختګ لري

د یکاولنګ - دره صوف سړک چې ټولټال ۱۸۳.۵کیلومتره اوږدوالی لري، د بامیانو ولایت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه پیل د سمنګان ولایت تر دره صوف ولسوالۍ پورې غځېږي چې ۱۰ متره عمومي پلنوالی لري او په دوو لینو کې جوړیږي.

اوس مهال د ټولګټو وزارت له لوري په بامیانو ولایت کې د ۸۷ کیلومتره سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ۵۸.۲۷ سلنه کاري پرمختګ لري.

د یادې ملي پروژې رغنېز کار د ټولګټو وزارت له لوري له یوخصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې ټول مالي لګښت یې د آسیا پراختیایي بانک له لوري ورکول کېږي.

د یکاولنګ ـ دره صوف سړک، د شمال ـ سویل دهلیز یوه برخه ده، چې له بشپړېدو سره به یې د هېواد شمالي ولایتونه له سویلي ولایتونو سره د پخوا په پرتله په لنډ واټن ونښلي او همدارنګه به په اقتصادي وده، د سوداګریزو او کرنیزو توکو په لېږد او دغه راز د منظم ټرانسپورټي سیسټم په رامنځته کولو کې اغیزمن رول ولري.

د دې پروژې پلي کیدل د سړک پر مسیر د ګڼو اوسېدونکو لپاره کاري فرصتونه هم رامنځته کړي او د سړک د دې برخې له جوړیدو سره به ده بهبود، ارغوشه، ذردیگاه، خاک داؤپائین او بالا کلیو اوسېدونکې له پاخه او اساسي سړک څخه برخمن شي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS