د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ۵.۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 29 2021 12:07 PM
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې ۵.۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

دا اسفالټي سړک، د ټولګټو وزارت له لوري د ۵.۸ کیلومټره په اوږدوالي سره د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ له خواجه چاشت دوه لارې څخه پیل او د الله ګل مجاهد تر مدرسې پورې غځیدلی چې تر دې مهاله یې رغنیز کار څه باندې ۵۰ سلنه بشپړ شوی.

د سړک دا پروژه د څه باندې ۸۳ میلیون افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ لاس لیک شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړېدو سره به د ده سبز ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې تر پخوا کمي او د تګ راتګ په برخه کې به ګڼې اسانتیاوي رامنځته شي، همدارنګه د یادې پروژې د رغنیز کار له بشپړېدو سره د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۴۲۰ کاري ورځې هم رامنځته شي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS