زابل: د کابل – کندهار پر لویه لار د نورک پُل ترمیم او بیارغول کیږي

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 11 2021 1:11 PM
زابل: د کابل – کندهار پر لویه لار د نورک پُل ترمیم او بیارغول کیږي

ټولګټو وزارت د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د نورک پل چې طالبانو په بمونو الوزولی و اوس مهال ترمیم او بیارغوي. دا پل چې ۲۴.۶ متره اوږدوالی او ۸.۲ متره پلنوالی لري د موټرو د تګ راتګ پرمهال یې خلک له ګڼو ترانسپورتې ستونزو سره مخ کړي وو. د یاد پله د ترمیم او بیارغوني کار د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي. د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د زابل ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار دوه نور پلونه هم ترمیم او بیارغوي چې له کبله به یې د تګ – راتګ ستونزې د پخوا په پرتله کمې شي.

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS