د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له رئیس او د افغانستان لپاره د ملل متحد د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل

ashraf_admin
Sun, Sep 26 2021 10:03 PM
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له رئیس او د افغانستان لپاره د ملل متحد د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، په داسي حال کې چې د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو هم حضور درلود، په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ( WFP) له رئیس میرمن مری الن، او د افغانستان لپاره د ملل متحد د ځانګړي استازي له مرستیال ډاکتر رامز الاکبروف سره وکتل او خبرې وکړې.

لومړی د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له فعالیتونو څخه مننه او قدردانی وکړ او په اوسنې حالت کې یې د افغانستان له خلکو سره د نورو مرستو غوښوتنه وکړه.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیم د هیواد د مواصلاتي لارو، د سړکونو او لویو لارو د ساتنې او څارنې او د ژمي په موسم کې د لارو او سړکونو پاکولو او پرانیستولو او دغه راز د خلکو د ستونزو د هوارولو په اړه پرزینټیشن وړاندې کړ.

همدارنګه په ناسته کې دواړو لوریو د دوستانه اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان د خلکو لپاره د بشر دوستانه مرستو په اړه خبرې وشوې او میرمن مری الن او ښاغلي الاکبروف په راتلونکي کې د همغږي او همکاري ژمنه وکړه.

د ناسته په پای کې فیصله وشوه چې د بشري مرستو د رسولو په موخه به  د همغږۍ دا ډول ناستو ته ادامه ورکوو.

 

د ټلوګټو وزارت رسنیز دفتر

.

10 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS