د منځنۍ آسیا له جنوبي اسیا سره داوسپنې پټلۍ د نښلولو کریدور دکاري ډلو څلورمه ناسته دافغانستان له لارې تر سره شوه.
د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د اوسپنې پټلۍ دنښلولو کریدور د کاري ډلو څلورمه ناسته د افغانستان له لاری په ۷ دسمبر ۲۰۲۱ د ازبکستان په کوربتوب د تاشکند په ښار کې ترسره شوه
په دی ناسته کې د روسیې د فدرالي هیوادونو استازو ( قزاقستان ازبکستان) افغانستان او پاکستان هیوادونو ګډون کړی وو.
چي د افغان هیئت مشري د افغانستان د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت دتخنیکي معینیت سرپرست ښاغلي سید ادریس میر کوله.
د نقشې له مخې د هغې لارې چي د ۲۰۲۱ د فبروري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، او ازبکستان ترمنخ تړون شوی وو درې ناستې د کریدور د کاري ډلو لخوا ترسره شوې وې.
ددې کاري ډلو په څلورمه ناسته کې ددې مهم کریدور دسیمییز اهمیت ته په کتلو سره روسیې او قزاقستان هم ددې کریدو د تطبیق لپاره دګډون چمتووالی وښود.
ددی ناستې ګډونوالو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا داوسپنې پټلۍ د نښلولو د کار دعملي کولو سره په څنګ کې دا تفاهم وکړ چي د افغانستان په قلمرو کې د تخنیکي او اقتصادي اړخه د یو مناسب مسیر ټاکلو لپاره ددې کریدور دشاملو هیوادونو لپاره یو مشترک تخنیکي تیم د نظر وړ مسیرونو څخه لیدنه وکړي او یو وړ مسیر ورته وټاکي.
همدا رنګه په دې ناسته کې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د اوسپنۍ پټلۍ نښلولو کریدور دچارو د پرمخ وړلو لپاره په نقشه کې نوې لاره وروستۍ او پریکړه وشوه چي د افغانستان دولت به دغه مشترک تیم ته دافغانستان په قلمرو کې د لیدلو زمینه برابره کړي او د یاد کریدور د همغږي او دچارو دچټک پیل کولو لپاره باید یو ګډ دفتر د کابل په ښار کې جوړ شي او دکاري ډلو نورې وروستۍ ناستې ترسره شي :
دټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر