د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

Anonymous (not verified)
Sat, Jan 22 2022 12:35 PM
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

غور: د واورې اورښت دوام لري، د غور – هرات او غور – کابل په ګډون د دې ولایت د ولسوالیو ټولي مواصلاتي لارې د تګ راتګ پرمخ بندې شوې دي.

دایکنډي: د واورې د تېز اورښت له امله د دې ولایت ټولي غځېدلي لارې د تګ راتګ پرمخ بندې دي.

بامیان: د واورې اورښت دوام لري، د پسته شش – حاجیګک کوتل، دشت دیوالي – پنجاب بازار، د پنجاب – ابقول، ورس – قناق کوتل مسیرونه د تګ راتګ پرمخ بند شوې دي، په دې ولایت کې د واورې اندازه له ۲۰ سانتي مترو څخه تر یو متر پورې رسېږي.

بادغیس: د وارې اورښت دوام لري، د هرات – سبزک کوتل لار، د تګ راتګ پرمخ بندې شوې، خو نورې ټولي لارې د تګ راتګ پرمخ بندې دي.

هرات: د وارې اورښت دوام لري، د هرات – تور غونډۍ مسیر د ترافیکو پر مخ بند شوی دی چې د پاکو کار یې هم دوام لري.

مزار شریف: هوا باراني ده، په ځینو ولسوالیو کې د واورې اورښت دوام لري، د چارکنت، مارمل او کشیندی ولسوالیو لارې د تګ راتګ پرمخ بندې شوې دي.

د سالنګ لویه لار: د واورې د تېز اورښت او طوفان له کبله د سالنګ لویه لار د هر ډول ترافیکو پرمخ بنده ده.

همدارنګه؛ په میدان وردګو، پروان، پنجشیر، سرپل، بدخشان، نورستان، کندوز، بغلان او پکتیا ولایتونو کې د واورې اورښت دوام لري؛ خو د یادو ولایتونو ټولي موصلاتي لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ د ټولو بندو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې کوي.

.

11 months ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS