اروزګان: د ترینکوټ ـ خاص اروزګان لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ تر خاص ولسوالۍ پورې غځېدلی سړک د ورستیو تېزو اورښتونو د پاتې شونو له کبله بنده شوې وه، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري تخنیکي پرسونل او ماشینرۍ څخه ګټې اخیستنې بیرته د ترافکو د تک راتک پرمخ خلاصه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې لارې د خلاصون لپاره د اروزګان ولايت مقام ۳۸۴۶۱۵ افغانی ځانګړې کړې وې،تر څو د خلکو ترانسپورتي ستونزې او په اساني سره تګ راتګ وکړي.
دډولګټو وزارت رسنیز دفتر