د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ashraf_admin
Wed, Aug 24 2022 2:51 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس، د هیواد د سړکونو  او لویو لارو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

پکتیکا: د ښرنې ـ انګور اډې مسیر، چې د ارګون ولسوالۍ اړوند د یوه ٦ متره پلګوټي له امله تخریب شوی و، اوس مهال د ٦ سوه زره افغانیو په ارزښت د یاد پلګوټي د ترمیم کار جریان لري.

زابل: د شینکۍ ولسوالۍ سړک، چې د یوه پل د ویجاړیدو له امله بند شوی و، دا مهال د یوه استحکامي پل په جوړلو سره یې د بیرته خلاصولو کار په چټکۍ سره دوام لري.

نورستان: د شرقي نورستان سړک د پاکولو او خلاصون کار د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا په چټکۍ سره دوام لري.

پنجشیر: د سیلابونو له امله د درې ولسوالۍ د عبدالله خیلو په سیمه کې سړک د تک راتګ پرمخ بند دی.

همدارنکه، په خوست، میدان وردګ، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د ورستیو سیلابونو له امله د بندو لارو د پاکولو او پرانستلو او همدارنګه د پلګوټو د ترمیم کار په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو او لارویانو څخه غوښتنه کوي، چې پر سیلاب ځپلو مسیرونو کې دې د تګ راتګ په وخت کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانینو ته دې پاملرنه وکړي، تر څو چاته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS