په میدان وردګو کې د ١٨ کیلومتر سړک د ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ټولګټو وزارت لخوا د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ١٨ کیلومتر سړک د ترمیم او جغل اچونې پروژې کار بشپړ شو.
دا سړک، د عبدالمحي الدین کلا څخه پیل د جغتو ولسوالۍ تر مرکز پورې غځېدلی، د ترمیم او جغل اچونې کار یې د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت بشپړ او تېره ورځ د سیمه اییز مسؤولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سړک د ترمیم او جغل اجونې پرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه او دا مهال به یې د کار له بشپړېدو سره د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري شي.
