د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Mon, Feb 27 2023 12:51 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

کابل – جلال آباد: د کابل – جلال آباد لویه لار، په ماهیپر سیمه کې د ګازو د یوه عراده ټانکر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پرمخ بنده ده چې دا مهال یې پرانیستلو چارې روانې دي.

د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده او یاده لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لورې ته تګ کولی شي. 

بدخشان: د دغه ولایت د ارغنچخوا، ارګو، درایم، خاش، شهر بزرګ، یفتل، یاوان، کوهستان او راغستان ولسوالیو مسیرونه، چې د ورستیو واورو له امله د ترافیکو پر مخ بند د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل په هڅو د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي او کوم ترانسپو رتي خنډ نشته.

همدارنګه، د فرا ولایت د پرچمن ولسوالۍ مسیر او د سرپل قم کوتل مسیرونه د ورستیو واورو له امله د تګ را تګ پرمخ بند دي خو د قم کوتل بدیله لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ خلاصې دي او کوم ترانسپورتي خنډ شتون نه لري. 

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS